د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم روزګان ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رياست څخه ليدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۴۰
MOPH

په دې لیدنه کې د روغتیایي خدماتو ښه والي او شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې، چې د داخلي تفتیش رئیس مولوي محمد سلیم حقاني د یاد ریاست مسؤلینو ته د خدماتو لا ښه والي او اغېزمنتیا په موخه لازمې سپارښتنې وکړې

دغه راز، د داخلي تفتیش رئیس د AHDS موسسې له خدماتو، د یادې مؤسسې له لوري د تمویلېدونکي ولایتي روغتون، یاد ولایت کې د روږدو ناروغانو درملنې له روغتون او د ځینو ولسوالیو په سیمو کې د EPHS او BPHS کلینکونو څخه هم لیدنه وکړه، د خدماتو پر څرنګوالي یې له اړندو مسؤلینو سره خبرې وکړې او د شته ستونزو د حل په موخه یې ورته لازمې لاښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS