د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب لوی ریاست د عامه پوهاوي په موخه په خوراکي محصولاتو کې د تحلیل شویو خطرونو په اړه خبري ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۱۶
MOPH

په دې خبري ناسته کې چې د خوړو او درملو معینیت د خوړو خوندیتوب لوی رئیس، مولوي عبدالله حامد د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ډاکتر شرافت زمان امرخېل، د خوراکي توکو د جواز ورکونې رئیس انجینر محمد ولي عادل، یو شمېر مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو شتون درلود، د خوړو خوندیتوب لوی رئیس د یاد ریاست د تېر یو کال لاسته راوړنو په اړه وینا ترسره او ویې ویل «دا چې افغانستان د خوړو برخه کې تر یو اندازې وارداتي هېواد پرېښودل شوی خلک یې حق لري چې د خوړو له کیفیت، پاکوالي، حلالوالي او خوندیتوب څخه ډاډمن وي؛ ترڅو له ناروغیو څخه خوندي پاتې شي او د کورنیو روغتیا تضمین شي

همدارنګه، مولوي عبدالله حامد زیاته کړه، “ زمونږ ارزونې له علمي او نړیوالو معیارونو سره سمې دي او ویې ویل، د خوړو خوندیتوب لوی ریاست د ټیټ کیفیت لرونکو خوړو د قاچاق مخنیوي، د خلکو ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او پیاوړتیا، د لسګونو ټنو بې‌ کیفیته خوړو د راټولولو او له منځه وړلو، د لابراتوارونو جوړولو، شرکتونو ته د جواز ورکولو او د ظرفیت لوړولو برخو کې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي.

د خبري ناستې پر مهال د عامې روغتیا وزارت ویاند ښاغلي ډاکټر شرافت زمان د خبري ناستې په ارزښت او موخو وینا وکړه، نوموړي د رسنیو رول په عامه پوهاوي کې اړین وګاڼه او له دوۍ یې وغوښتل چې د تحلیل شویو خطرونو اړوند معلومات له ولسونو سره په تفصیلي توګه شریک کړي تر څو د دوۍ د ښې روغتیا لپاره عامه پوهاوی تر سره او د خطري ناروغیو څخه مخنیوی وشي.

 بل لور، په یاده ناسته کې د خوړو او درملو معینیت د خوراکي توکو د جواز ورکونې رئیس انجینر محمد ولي عادل، د خوړو برخه کې د ظرفیت لوړونې کارپوه انجینر سید نعمت حسینیان او د خوراکي توکو د تحلیل او سرویلانس امر انجینر شفیق الله شفق د خوړو د خوندیتوب اړوند د تر سره شویو کړنو، نظارت، نویو شرکتونو ته د جوازونو لازم کیدنې، د معیارونو پر تطبیق، په خوراکي توکو کې د ۳۹ ډوله خطرونو تحلیل، د خوړو د خوندیتوب اړوند عامه پوهاوي او د تېر کال لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د لوګر عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت له مرکزي ډیټابیس سیستم سره ونښلول شو

دا اقدام د کارکوونکو چارو لوی ریاست د ډیټابیس امریت له لوري د ډیجیټل کولو پروسې د پراختیا په موخه ترسره شو، چې په وسیله به یې د یاد ریاست د تشکیل، تعیناتو او اړوندو اسنادو ارزونه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب. . .

BACK TO NEWS