د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کارکوونکو ته د «داخلي تولیداتو د جامع دوسیې (DMF) ارزونې» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۴
MOPH

د دې پروګرام د جوړېدو موخه د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول، د تخنیکي دوسیو د ارزونې بهیر معیاري کول، د تنظیمي مهارتونو پیاوړتیا او د داخلي تولیداتو د ثبت سیستم ښه کول دي چې ګډونوالو ته به کې د DMF ډولونه، د ارزونې لارې چارې، فرمولیشن، لیبل‌ لګول، قیمت‌ ټاکل او نور اړوند تخنیکي موضوعات تدریس شي.

په دې پروګرام کې د درملو او روغتیایي محصولاتو د ارزونې او ثبت رئیس، ډاکټر ابراهیم شیرزاد د کارکوونکو د مسلکي پوهې او مهارتونو لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او د تولید د جامع دوسیې (DMF) اساسي رول یې د کیفیت تضمین، شفافیت او له ملي او نړیوالو معیارونو سره د سمون په برخه کې روښانه کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۲۴
Background image

د بارورۍ روغتیا د ستراتیژۍ بیاکتنې او تدوین په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د دغه وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د UNFPA، روغتیا نړیوال سازمان او UNICEF ادار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو.

په دغه کمپاین کې له ۲۸ تنو هېوادوالو څخه ۱۴ زره سي‌ سي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲
Background image

د ولایتونو روغتیايي ناظمینو ته ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د څارنې بهیر د لا پیاوړتیا او اړوندو چارو د اسانتیا په موخه د روغتیايي ناظمینو لپاره ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه وپېري. . .

BACK TO NEWS