د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معينيت کې د ''صادراتو او وارداتو سيستم ډيجيټل کول'' تر سرليک لاندې درې ورځنی روزنيز پروګرام پيل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۴
moph

دغه پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) په همکارۍ پيل شو، چې اساسي موخه يې د کارکوونکو د ظرفيت لوړول، د مديريتي سيستمونو ښه والی، د شفافیت زياتوالی، د اجرائيوي بهيرونو چټکتيا او د صادراتو او وارداتو د پروسو معياري کول دي.

په دې پروګرام کې د خوړو او درملو معينيت ۴۴ تنه مرکزي او ولايتي کارکوونکي ګډون لري، چې د درملو او روغتيايي محصولاتو د صادراتو او وارداتو اړوند به تخنيکي او عملي زده کړې ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS