د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد فراه ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي سره په ابو نصر فراهي بندر کې د خوړو او درملو اړوند ستونزو حل په موخه ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۲:۲
moph

په دې ناسته کې، چې ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، مل پلاوي، د فراه والي ملا محمد حافظ مجاهد، د عامې روغتیا رئیس، یو شمېر نورو مسؤلینو او تجارنو هم ګډون درلود، په ابو نصر فراهي بندر کې د خوړو او درملو اړوند ستونزو حل په موخه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال ګډونوالو ته د خوړو او درملو د ارزونې او کنټرول معیارونه تشریح کړل او ویې ویل، چې دغه معیارونه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرمانونو او عامې روغتیا وزارت د طرزالعملونو پر بنسټ ترتیب شوي دي.

همداراز، ښاغلي مرستیال زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، څو خلکو ته سالم، معیاري او باکیفیته خواړه او درمل وړاندې کړي.

همدارنګه، د فراه والي وویل، په دې برخه کې به هېڅ ډول غفلت نه ترسره کېږي، ځکه د امیرالمؤمنین فرمان او نافذ قانون دی او د دغه تطبیق پر ټولو لازم او واجب دی.

د یادونې وړ ده، چې د خوړو او درملو مرستیال د شيخ ابو نصر فراهي بندر څخه له نږدې لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو لا ښه ترسراوي سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS