د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد " افغان روغتیا " نندارتون کې ګډون تر سره او د دغه نندارتون له محصولاتو یې لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۴:۴۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د دې معینیت د بېلا بېلو برخو رئیسانو په ملتیا ( افغان روغتیا) نندارتون کې چې د عامې روغتیا وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، وهاج شرکت او د ایران سفارت په همکارۍ د درې ورځو لپاره جوړ شوی و، ګډون وکړ او د کورنیو او بهرنيو شرکتونو له محصولاتو او خدماتو یې لیدنه وکړه.

د خوړو او درملو مرستیال، د خپلې وینا پر مهال د دې نندارتون له جوړوونکو او ګډونوالو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا ډول راټولېدنې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د تنظیمي سیستم د لا پیاوړتیا لپاره د سوداګرۍ او تخنیکي همکارۍ د پراختیا لامل ګرځي.

همداراز، ښاغلي مرستیال د تېرو څلورو کلونو د هغو لاسته راوړنو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، چې د یاد معینیت له‌ لوري د درملو، روغتیایي محصولاتو او وارداتي او تولیدي خوراکي توکو د کیفیت، خوندیتوب او مؤثریت د ښه‌والي لپاره تر سره شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد د کورنیو شرکتونو تر څنګ له ۴۰ څخه زیاتو سترو ایراني شرکتونو په دغه نندارتون کې ګډون کړی و، چې د خپلو محصولاتو د نندارې ترڅنګ یې په هېواد کې د درملو د تولید په برخه کې د پانګونې ژمنه هم وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS