د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ رئیس ډاکټر احمد خندان په مشرۍ لوګر ولایت کې له خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه د نظارت بهیر پیل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۳۸
moph

دغه پلاوي خپل نظارت د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه پيل کړ، چې موخه یې د خصوصي روغتيايي مرکزونو وضعیت معلومول، د خصوصي سکتور د خدماتو ښه والی، د اسنادو او جوازونو ارزونه او د هغو روغتيايي مرکزونو هڅول دي، چې جوازونه نه لري؛ تر څو د قانوني مراحلو (د ۹۱۶ او ۱۰۸۴ مقررو) سره سم جوازونه ترلاسه کړي.

د دې بهیر په ترڅ کې په ټولیز ډول ۷۷ خصوصي روغتیایي مرکزونه و ارزول شول، چې له دې ډلې ۴۶ روغتیایي مرکزونو جوازونه نه درلودل.

همدارنګه، د روغتیایي مرکزونو مسؤلینو ته د مقرراتو مراعتولو او جواز اخیستلو په اړه لازمې لارښوونې وشوې

سربېره پر دې، د نظارتي پلاوي له لوري د ځایي مسؤلینو، د ولسوالیو د روغتیا مسؤلینو او د روغتیایي مرکزونو د کارکوونکو فعاله همکاري وستایل شوه او د خصوصي روغتیایي سکتور د وضعیت ښه والي لپاره عمومي ژمنتیا څرګنده شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS