د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي سکتور د مؤثرې څارنې لپاره آنلاین ډیټابیس سیستم معرفي کړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۱۴
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت په مشرۍ د خصوصي روغتیايي سکتور د مؤثرې څارنې او منظمو معلوماتو راټولولو په موخه یو آنلاین ډيټابیس سیستم معرفي شو

د یاد آنلاین ډيټابیس له لارې به د خصوصي روغتونونو، کلینیکونو، تشخیصیه مرکزونو، روغتیايي کتنځایونو، د غاښونو کلینیکونو او درملتونونو معلومات له مرکز او ولایتونو څخه د روغتیايي معلوماتو ملي سیستم (DHIS2) ته راټولیږي او د اجراآتو او پرېکړو لپاره به له اړوندو ریاستونو سره شریکېږي.

د یادونې وړ ده، چې دغه نوښت به په راتلونکي کې د روغتیايي معلوماتو د کیفیت لوړولو، شفافیت، اغېزمنتیا او د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا برخو کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS