د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست مسؤلینو د تخصصي او ثالثي روغتونونو د بېلا بېلو ډیپارټمنټونو له شف مسؤلینو سره ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۸:۵۳
MOPH

د دې غونډې موخه د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست د اړتیاوو او لومړیتوبونو سره سم د یو غوره او واحد پروپوزل چمتو کول وو، په کوم کې چې قطر او هندوستان هېوادونه غواړي د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

په دې غونډه کې، د ډیپارټمنټونو شف مسؤلینو د اکمال تخصص لوی ریاست په بېلا بېلو برخو کې د ټولنې د اوسني لومړیتوبونو سره سم د اکمال تخصص لوی ریاست د اړتیاوو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، ترڅو له دې نظرونو راټولولو وروسته د اوسنیو اړتیاوو سره سم، یو جامع او غوره پروپوزل چمتو او د هند او قطر هېوادونو سره د راتلونکو اجرااتو په موخه شریک شي.

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست هڅه کوي، چې تخصصي برخه له نړیوالو معیارونو سره سم برابره او د هېواد دننه او بهر ډاکټرانو ته غوره تعلیمي او مسلکي فرصتونه چمتو کړي، ترڅو هغه تخصصي خدمات چې خلک ورته اړتیا لري، وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS