د عامې روغتیا وزارت د «دعوت اصول» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره کړ
د عامې روغتیا وزارت د ارشاد او دعوت ریاست له لوري د مرکز او ولایتونو د ارشاد او دعوت مسؤلینو ته د «دعوت اصول» تر سرلیک لاندې په حضوري او انلاین بڼه یو علمي سیمینار ترسره شو
دغه علمي سیمینار د چارو د لا ښه همغږۍ او د دعوت د اصولو په موخه تر سره شو، چې په کې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د ارشاد او دعوت رئیس، مفتي داد محمد بریال عطایي، د عامې روغتیا وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي محمد قاسم حقاني او یو شمېر علماوو په حضوري او آنلاین ډول ګډون کړی و.
مفتي داد محمد بریال عطایي په دې غونډه کې څرګنده کړه، چې یو دعوتګر باید خپل پیغام خلکو ته په حکمت، نرمۍ او خیرخواهۍ ورسوي. نوموړي همداراز د دعوت د اصولو د مراعتولو اهمیت، د دعوتګر ځانګړنې، د پوهاوي د اغېزمنو لارو چارو او د عامې روغتیا په برخه کې د اصلاحي او ارشادي فعالیتونو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د دغه علمي سیمینار په پای کې ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د دعوت د اصولو د لا ښه تطبیق او د ارشاد او دعوت فعالیتونو د پرمختګ لپاره به خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
