د عامې روغتیا وزارت او کار او ټولنیزو چارو وزارت د استازو تر منځ ګډه ناسته ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۸
moph

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري د دې وزارت د وقایوي طب، معالجوي طب، اقتصاد او د روغتیا تمویل ریاستونو او کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو ساتنې ریاست د استازو په شتون کې په روزنتونونو او ملاتړ مرکزونو کې د ماشومانو او زیانمنو کسانو د درملنې هوکړه لیک مسودې نهايي کولو په موخه ترسره شوه.

د ماشومانو ساتنې ریاست رئیس، مولوي نجیب‌ الله وقاد د هوکړه لیک مسوده په هر اړخیزه توګه وڅېړله او د ناستې غړو خپل تخنیکي نظرونه او وړاندېزونه وړاندې کړل او په پایله کې يې د اړینو اصلاحاتو له تطبیق وروسته د هوکړه لیک مسوده نهایي او د دواړو لورو له خوا تأیید شوه.

په دې ناسته کې ګډونوالو د ماشومانو او زیانمنو قشرونو لپاره د روغتیايي او ملاتړ خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، د هوکړه لیک د محتوا پر اغېزمن تطبیق او د لا زیاتو همغږیو پر دوام ټینګار وکړ؛ څو د ماشومانو او زیانمنو کسانو روغتیايي او ټولنیز وضعیت ښه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS