د عامې روغتيا وزارت له لوري د ملاريا ناروغۍ ملي پروګرام د بیا کتنې دوهم پړاو معلوماتي غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۹
MOPH

په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت يو شمېر مرکزي رئيسانو، افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان مشر ډاکټر ايډوين سينیزا سلواډور، د UNDP او تطبیق مؤسسو مسؤلينو او استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني وويل:( دا لیدنې موږ ټولو ته فرصت راکوي، چې د روغتيايي مرکزونو عملياتي ظرفيت، د ملاريا د تشخیص او درملنې بهير، د څارنې او راپور ورکولو سیستم، د وقايوي مداخلو تطبیق، د لوژستيکي ملاتړ وضیعت او د ټولنې د ګډون کچه په مستقیم ډول روښانه کړو).

ښاغلي مرستيال زياته کړه، زموږ اوږد مهاله موخه يوازې د ملاريا د پېښو کمول نه، بلکې د دې ناروغۍ دوامداره کنټرول او په تدريجي ډول یې له منځه وړل دي، چې دې موخې ته د ګډ کار، متقابل باور او دوامداره ملاتړ له لارې رسېدای شو.

همداراز، په دې غونډه کې افغانستان لپاره د روغتیا نړيوال سازمان مشر ډاکټر ايډوين سينیزا سلواډور او د جينيوا مرکزي دفتر مشر، ډاکټر انډریا بوسمن د ملاريا ناروغۍ د کنټرول، په دې برخه کې افغانستان کې د ترسره شويو فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې، نظرونه یې شريک او د ملاريا او نورو ناقله ناروغيو کنټرول برخه کې یې د همکارۍ ژمنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS