د عامې روغتيا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت د بیل او میلنډا ګیټس بنسټ او همکارو ادارو له استازو سره د DHIS2 ملي ډیټابېس کې د APMIS سیستم مدغم کولو په موخه انلاین ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۳
moph

دغه ناسته چې د عامې روغتیا ښاغلي وزیر له حکم او لارښوونې سره سمه ترسره شوه، په کې د بیل او میلنډا ګیټس بنسټ، یونیسف نړیوالې ادارې، روغتیا نړیوال سازمان، NEOC، د HMIS تخنیکي ټیم استازو او شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی ؤ.

په دې ناسته کې له اجنډا سره سم د APMIS سیستم له لارې د معلوماتو راټولولو پر څرنګوالي هر اړخیز تخنیکي بحث ترسره شو او پرېکړه وشوه، هغه معلومات چې د یاد سیستم له لارې د نړیوالو همکارانو او کاري شریکانو له لوري راټولیږي، په تدریجي ډول دې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو زیرمتون (Data Warehouse) او د DHIS2 ملي سیستم ته ولېږدول شي او هم دې د دغو معلوماتو مدیریت او مالکیت د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، APMIS چې د هېواد په کچه د پولیو اړوند ارقامو او معلوماتو راټولولو سیستم دی او دا مهال یې معلومات د عامې روغتیا وزارت له ملي معلوماتي سیستم سره نه دي نښلول شوي او په دې اړه هڅې روانې دي؛ څو معلومات سره مدغم شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS