د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده په شتون کې د وزارت اداري ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۱:۵۳
MOPH

په دې ناسته کې، چې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص، بشري سرچینو، مالي او اداري ریاستونو سربېره د دې وزارت د یو شمېر نورو ریاستونو مسؤلینو هم شتون درلود په اداري برخه کې د موجوده ستونزو د حل، مسلکي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې د ازموینې اخېستو، په اداري چارو کې د چټکټیا، د نویو ګمارنو پر څرنګوالي، له خصوصي انسټېټیوټونو څخه د فارغ شویو محصلینو د ازموینې او هغوې ته د ډیپلومونو د ورکړې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د یادو ریاستونو مسؤلینو د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره په اداري او مالي برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د حل غوښتونکي شول.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده په اداري برخه کې د موجوده ستونزو د حل په موخه د یادو ریاستونو مسؤلینو ته  بشپړ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې په دې برخه کې هر ریاست یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړي؛ ترڅو په اداري برخه کې ستونزې پر وخت حل او هېوادوالو ته د چارو په ترسره کولو کې لا اسانتیا رامنځته شي.
د مالي او اداري چارو مرستیال همداراز په اداري چارو کې د چټکتیا او د هېوادوالو ستونزو ته د ژر حل په موخه اړوند مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS