د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست سره د یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ۶۳ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۱۳
MOPH

دا مرسته د آغا خان نړیوال بنسټ له لوري د کاناډا حکومت په مالي ملاتړ سره په سمنګان ولایت کې د وروستۍ زلزلې د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه شوې، چې په رسمي توګه د شهید وکیل زاده ولایتي روغتون ته وسپارل شوه.

 د سمنګان ولایت د عامې روغتیا رئیس، مولوي لطف الله حبیبي د دې مرستې له امله د اغاخان بنسټ څخه مننه وکړه او د وروستۍ زلزلې څخه د اغېزمنو شویو کسانو د روغتیایي ستونزو حل لپاره یې له اړوندو ادارو څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS