د سمنګان ولایت د روی‌دواب ولسوالۍ په ۲۰ بستریز روغتون کې د سولري برېښنا سیستم پرانیستل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۱
moph

د سمنګان ولایت د یادې ولسوالۍ په ۲۰ بستریز روغتون کې د ۱۰۰ کیلو واټه په ظرفیت د سولري برېښنا سیستم د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي لطف‌الله حبیبي، د همکارو بنسټونو استازو او د سیمې د مشرانو په شتون کې پرانیستل شو.

دغه پروژه د UNDP دفتر په مالي او تخنیکي ملاتړ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت تطبیق شوه، چې د یاد روغتون لپاره به د دوامدارې برېښنا زمینه برابره کړي.

همداراز، د سمنګان ولایت د عامې روغتیا رئیس د همکارو بنسټونو له مرستو مننه وکړه او دا پروژه یې د روغتیایي خدمتونو د ښه‌ والي لپاره اغېزمنه وبلله او هم یې د سولري سیستم پر ساتنې او اغېزمنې استفادې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS