د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د قطر هېواد سرې میاشتې د نړیوالو مرستو او سپارښتنو برخې له مسؤل سره وکتل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۹:۴۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد سرې میاشتې د نړیوالو مرستو او سپارښتنو برخې له مسؤل، ښاغلي محمد صالح ابراهیم او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د دواړو لورو ترمنځ د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ اړوند خبرې ترسره کړې او د قطر هېواد د سرې میاشتې د نړیوالو مرستو او سپارښتنو برخې له مسؤل یې وغوښتل، چې د افغانستان روغتیايي سکتور سره په بېلا بېلو برخو کې همکاري وکړي.

همداراز د قطر هېواد د سرې میاشتې د نړیوالو مرستو او سپارښتنو برخې مسؤل د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، نوموړې اداره ژمنه ده، چې د روغتیایي کارکوونکو روزنې، په نشه یې توکو د روږدو د درملنې او په لرې پرتو سیمو کې د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو برخه کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

سربېره پر دې یاد پلاوي د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په شتون کې د اندراګاندي ماشومانو درملنې روغتون له قلبي څانګې څخه لیدنه ترسره کړه او په دې برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS