د روغتیايي خدمتونو د ډیجیټل کولو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۵:۲۶
moph

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکتر وحدت الکوزي تر مشرۍ لاندې د مالیې او مخابراتو وزارتونو د استازو په شتون کې تر سره شوه.

په دې غونډه کې په روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو ډیجیټل کولو، د عوایدو راټولولو او د عامې روغتیا وزارت د اړوندو نورو برخو په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

ډاکتر وحدت الکوزي وویل: (د روغتیايي خدمتونو د لا ښه مدیریت، اسانه لاسرسي او د ناروغانو د معلوماتو د کره ثبت لپاره د روغتونونو ډیجیټل کول یو بنسټیزه اړتیا ده، نوموړي زیاته کړه: د یو شفاف سیستم له لارې د معالجوي خدمتونو کیفیت تضمین کېدای شي، چې دا کار به د ناروغانو د رضایت زیاتوالي سبب هم وګرځي).

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو خپلې تخنیکي او اجرائيوي اړتیاوې د یو پرېزنټېشن له لارې شریکې کړې، چې د مالیې او مخابراتو وزارتونو مسؤلینو په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې سل بستریز روغتون کې د ۴۲ تنه تداوي شویو روږدو د حرفوي زده‌ کړو فراغت مراسم ترسره شول

یاد کسان د درې میاشتو لپاره د حرفوي زده‌ کړو پروګرام کې شامل شوي وو او اوس یې د زده‌ کړو بهیر په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی دی، چې له ډلې یې ۲۲ تنه د موټرسایکل ترمیم برخه کې او ۲۰ تنه. . .

BACK TO NEWS