د دودیز طب د ترسره شویو فعالیتونو ارزونې او د راتلونکو کاري لومړیتوبونو ټاکلو په موخه غونډه ترسره شوه
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم او د مرکز او ولایتونو د دودیز طب استازو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزیر وویل: د پخوا په پرتله د دودیز طب په برخه کې ډېر کارونه ترسره شوي دي، موږ د عصري او دودیز طب برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرو او غواړو چې دا برخه معیاري شي؛ تر څو په دې برخه د خلکو باور لا زیات شي.
ښاغلي وزیر همداراز، د دودیز طب د پرمختګونو او د دې برخې د راتلونکو پروګرامونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او له هغوی یې وغوښتل، چې د عامې روغتیا وزارت د قوانینو او لارښوونو په پلي کولو سره د دې برخې د معیاري کولو په موخه هر اړخیزه همکاري وکړي.
دغه راز، په دې غونډه کې د خوړو او درملو مرستیال د دودیز طب قانون پلي کول د تقلب، قاچاق او په هېواد کې د دودیزې درملنې معیاري کولو لپاره اغېزمن وبلل او د لا زیاتې همغږۍ، د قوانینو او اړوندو لارښوونو د تطبیق پر اهمیت یې ټینګار وکړ. هغه له ګډونوالو وغوښتل چې په ګډه کار وکړي او خپلې دندې او مسؤلیتونه په ایماندارۍ او وجداني احساس سره ترسره کړي.
دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د دودیز طب رئیس مولوي سید هارون آزاد او د مرکز او ولایتونو د دودیز طب استازو د راتلونکو پلانونو، ترسره شویو فعالیتونو، لاسته راوړنو، د قوانینو او لارښوونو د تطبیق او همدارنګه د دې برخې د معیاري کولو په اړه هر اړخیزې ویناوې تر سره کړي.
