د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ عمومي روغتون له ودانیزو چارو  لیدنه وشوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۵۴
moph

د دایکندي ولایت عامې روغتیا رئیس، ډاکټر جواد حکیمي د یاد ولایت پاتو ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولسوالۍ د عمومي روغتون له ودانیزو چارو لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال نوموړي د پروژې له مسؤل سره د روغتون د ودانیزو چارو د بهیر او پرمختګ کچې په اړه خبرې وکړې.

همداراز، د دایکندي د عامې روغتیا رئیس ټینګار وکړ، چې یاده پروژه باید د تړون د شرایطو او ټاکل شوې مودې مطابق بشپړه شي.

د یادونې وړ ده، چې د پاتو ولسوالۍ عمومي روغتون د بنسټ ډبره شاوخوا نهه میاشتې وړاندې د څه باندې ۵۰ ميليونه افغانیو په لګښت اېښودل شوې، چې تر دې دمه يې ۷۰ سلنه چارې بشپړې شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۲:۱۰
Background image

د افغانستان د روغتیايي خدمتونو د کڅوړې د ازمایښتي پلي کېدو د پلان جوړونې درې ورځني ورکشاپ

د افغانستان لپاره د يونيسيف ادارې مشر، ښاغلي ډاکټر تاج الدين اوېلا د ۲۰۲۷ کال د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د افغانستان د روغتیايي خدمتونو د کڅوړې د ازمایښتي پلي کېدو د پلان جوړونې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۲:۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر: د افغانستان د راتلونکي روغتیايي پلان لپاره د ګډو نظرونو او مثبتو پرېکړو فرصت برابر شوی دی

د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ۲۰۲۷ کال د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د افغانستان د روغتیايي خدمتونو د کڅوړې د ازمایښتي پلي کېدو د پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۲:۲
Background image

د سرغړونو له امله ۷۴ درملتونونه، شرکتونه او روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي

د عامې روغتیا وزارت له لوري د مرکز کابل په ګډون په هرات، بلخ، فراه، لغمان، دایکندي، هلمند، بغلان، کونړ، روزګان، فاریاب، بامیان، خوست، کاپیسا او جوزجان ولایتونو کې د غیرقانوني فعالیتونو. . .

BACK TO NEWS