د خیرخانې ۱۰۲ بستریز روغتون

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۵:۷
moph

د عامې روغتیا وزارت اړوند د خیرخانې ۱۰۲ بستریز روغتون د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې موقعیت لري او عامو خلکو ته بېلا بېلو برخو کې تخصصي روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

دغه روغتون د داخل بستر (IPD) او خارج بستر (OPD) خدمات لري، چې په کې نسایي او ولادي، د ماشومانو داخله،  عمومي داخله، جراحي، د ماشومانو خوارځواکۍ درملنه، غوږ، ستوني، واکسین، الټراسونډ او رواني روغتیا برخې شاملې دي.

د خیرخانې ۱۰۲ بستریز روغتون له ۱۳۰ فعاله بسترونو او معیاري طبي تجهیزاتو څخه برخمن دی. د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په ترڅ کې په دغه روغتون کې ۵۰۲۶ جراحي عملیات ترسره شوي او څه باندې ۱۷۱ زره مراجعینو د OPD او ۲۰ زره څخه زیاتو ناروغانو ته د IPD روغتیایي خدمات وړاندې شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې یاد روغتون د کابل ښار اوسېدونکو لپاره یو مهم روغتیایي مرکز بلل کېږي، چې په پورته ذکر شويو برخو کې هېوادوالو ته ۲۴ ساعته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS