د خوړو او درملو مرستیال د ازبکستان د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۲۶
moph

د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د روغتیا وزارت د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې له مرستیال رئیس، ښاغلي ظفربېک قاسموف او مل پلاوي سره ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې د روغتیا او درمل جوړونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا، د درملو د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو او د شویو ژمنو پر عملي کولو خبرې وشوې، چې په کې ازبکستاني پلاوي د همکاریو د پراختیا لېوالتیا څرګنده کړه.

د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ياد پلاوی هر کلی وکړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر اهمیت یې خبرې تر سره او ویې ویل: د درملو او طبي توکو په برابرولو کې باید د شخصي ګټو پر ځای د خلکو روغتیا او د محصولاتو کیفیت ته لومړیتوب ورکړل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۵۳
Background image

د برېښنايي وسایلو د سمې کارونې په اړه ۳۸ تنو کارکوونکو ته دوه ورځنی روزنیز پروګرام تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په مالي او تخنیکي ملاتړ د مرکز او له بېلابېلو ولایتونو څخه د ۳۸ تنو کارکوونکو لپاره د «برېښنايي وسایلو» تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۴۹
Background image

د روغتیا افغانستان له دویم نړیوال او کورني نندارتون څخه نن ورځ هم سلګونه هیوادوالو او مسؤولینو لیدنه تر سره کړه

له نندارتون څخه د مسؤولینو او هیوادوالو د لیدنو په جریان کې نن ورځ هم د روغتیا افغانستان له دویم نړیوال او کورني نندارتون څخه سلګونه هیوادوالو په بېلابېلو برخو کې د درملو د تولیدوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو معلوماتي غرفه او د نشراتي ادرسونو اړوند لینکونو ته لاسرسی

د روغتیا افغانستان نندارتون په جریان کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی ریاست اړوند د ویاندویۍ اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست جوړې شوې غرفې ګڼ شمېر هیوادوالو او مسؤولینو لیدنه تر. . .

BACK TO NEWS