د خوست ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون په انګړ کې د روږدو درملنې لپاره د نوې ودانۍ جوړېدو چارې پیل شوې

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۵۹
MOPH

د یادې لس اطاقیزې ودانۍ د جوړېدو چارې د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست د پرله‌ پسې هڅو په پایله کې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ د شاوخوا ۹۰ زره امریکايي ډالر په ارزښت پیل شوې، چې په بشپړېدو او ګټې اخیستنې سره به یې د روږدو ناروغانو لپاره د معیاري، خوندي او اغېزمنې درملنې زمینه برابره، د روغتیايي خدمتونو کیفیت به لوړ او د روغتون د درملنې ظرفیت به ورسره لا پیاوړي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS