د خصوصي روغتیايي مرکزونو د اعتبار ورکولو بهیر د پیل په اړه د رهبرۍ او څارنې بورډ غونډه ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پاليسۍ مرستيال، ښاغلي ډاکټر محمدحسن غیاثي په مشرۍ په دې معينيت کې د اعتبار ورکولو ادارې د رهبرۍ او څارنې بورډ غونډه د یاد بورډ د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ولایتونو په کچه خصوصي روغتیايي مرکزونو ته د اعتبار ورکولو بهیر د پیل پر څرنګوالي بحث او خبرې تر سره شوې.
دغه راز، د روغتیايي مرکزونو د اعتبار ورکولو ادارې د اجرائیوي ریاست د معیارونو او سروې ارشد متخصص، ډاکټر عبدالهادي صافي د یو پریزنټېشن له لارې د یادې ادارې د ترسره شویو فعالیتونو، په کابل کې له خصوصي روغتونونو څخه د ترسره شویو څارنو، شته ستونزو او په ولایتونو کې خصوصي روغتیايي مرکزونو ته د اعتبار ورکولو بهیر د پیل راتلونکو پلانونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
د روغتیايي پراختیا او پاليسۍ مرستيال د یادو معلوماتو له اورېدو وروسته، مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د چمتو شویو پلانونو تر ارزونې او د هغو تر اصلاح وروسته په ولایتونو کې خصوصي روغتیايي مرکزونو ته د اعتبار ورکولو او ارزونې بهیر د پیل په موخه لازم اقدامات ترسره کړي؛ څو راتلونکي اجراآت په مناسب ډول ترسره شي.
