د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون د نوې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۳۹
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي، د عامې روغتیا رئیس قاري سید ذبیح الله حسيني، د درزاب ولسوال، علماوو او د ولایت قومي مخورو ګډون کړی و.

د جوزجان عامې روغتیا رئیس د روغتیا وزارت له رهبرۍ او د جوزجان ولایت مقام له هر اړخیز ملاتړ څخه مننه وکړه او ویې ویل: د دې روغتون په جوړېدو سره به د درزاب ولسوالۍ، کلیو او ګاونډیو ولسوالیو خلک له لا غوره روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شي او زیاته یې کړه، په دې پروژه ۵۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د عامې روغتیا وزارت له پراختیایي بودجې څخه ورکول کېږي او کار به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS