د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، د دغه وزارت اړوند (۱۴۰۵  مالی کال لپاره، د وزیر محمد اکبرخان، شیخ زاید، عاجل ابن سینا، جمهوریت او استقلال روغتونونه اړوند ۸۳ قلمو توليدي درملو چمتو کولو او تدارک پروژه تړون) چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-2372) ده، (سالتيکس تجارتي شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (81604) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (مرکز کابل، چهارراهي حاجي یعقوب) کې دی او د تړون بیه (5,203,380)پنځه میلیونه، دوه سوه درې زره، درې سوه اتیا افغانۍ ده.

حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د غزني ولایت اړوند، ولي محمد شهید (خوګياڼي)  ولسوالۍ کې د عمومي روغتون GH(New CHC) رغولو پروژې، چې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (1405 مالي کال لپاره، د پلچرخي د مرکزی محبس د کلینیک او د پکتیکا ولایت ۱۵۰ بستریز روغتون اړوند د اکسری او لابراتواري . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

ریفرینس شمېره (MOPH/NH/NCB/1405/G02)

موضوع: د نور تخصصي روغتون د ۴۸ قلمه قرطاسیې د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د نور ملي . . .

Back to tenders