د تړون د ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د دشتِ برچي سل بستریز روغتون په پام کې لري، چې د (د 44 قلمه لابراتواري موادو برابرول او تدارک) تړون، چې ریفرینس شمېره یې (MOPH/100DEB/NCB/1404/G0014)ده، د (نوي آریا نړیوال لمټیډ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت د (0101-19104) ګڼې جواز لرونکی دی، چې اصلي موقعیت یې د ( کابل خیر خانې دوهمه حصه) کې دی او د تړون ټول قیمت (523,200) افغانۍ دی.

د ټولو حقیقي او حکمي کسانو د هر ډول نیوکو په صورت کې هغوی کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلې بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې د دشتِ برچي سل بستریز روغتون ریاست ته، چې د دیارلسمې ناحیې اړوند دولتي ټانک ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۴
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (د 1405 مالي کال لپاره د مرکزی پولي کلينيک ریاست اړوند، د غاښونو موادو چمتو کولو او برابرولو پروژه) چې ريفرينس شمېره . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د غزني ولایت اړوند، ولي محمد شهید (خوګياڼي)  ولسوالۍ کې د عمومي روغتون GH(New CHC) رغولو پروژې، چې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (1405 مالي کال لپاره، د پلچرخي د مرکزی محبس د کلینیک او د پکتیکا ولایت ۱۵۰ بستریز روغتون اړوند د اکسری او لابراتواري . . .

Back to tenders