د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) له لوري دوه مجهز امبولانسونه د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۹:۱۴
moph

د دې امبولانسونو د سپارلو مراسم د عامې روغتیا رئیس رحمت الله منصور، په بلخ کې د MSF استازي محمد جبرائیل، یو شمېر نورو مسؤلینو او روغتیایي همکارانو په شتون کې ترسره شول.

د بلخ د عامې روغتیا رئیس، له دې مرستې څخه مننه وکړه او ویې ویل: چې دا امبولانسونه به د بېړنیو خدماتو په وړاندې کولو، د ناروغانو په لېږدولو او عاجلو حالاتو ته په چټک ځواب ویلو کې مهم رول ولوبوي، هغه هیله څرګنده کړه، چې د MSF سره همکاري به دوام ومومي.

په ورته وخت کې، د بلخ ولایت لپاره د MSF دفتر مشر، محمد جبرائیل د بلخ د عامې روغتیا رئیس د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل: "موږ منندوی یو چې د بلخ د عامې روغتیا ریاست تل د ملګرو سازمانونو سره صادقانه او نږدې همکاري کړې ده، دا ډول همغږي موږ ته فرصت برابروي، چې اړمنو خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړو".

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۲۷
Background image

ډاکتر نعیم‌الله ایوبي په بنګله‌دېش کې د صادراتو ادارې له مشر سره د درملو پر صادراتو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، ډاکتر نعیم‌ الله ایوبي بنګله‌ دېش ته د سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د صادراتو د پراختیا ادارې له رئیس، محمد حسن عارف سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۵۰
Background image

مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان له مرستیال سفیر او د درملو شرکتونو له پلاوي سره د روغتیايي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد له مرستیال سفیر، ښاغلي جمشید بدلوف او د یاد هېواد د درملو جوړولو شرکتونو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۴۹
Background image

الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په بنګله‌دېش کې د درملو د تنظیم ادارې له مشر سره وکتل

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس الحافظ ډاکټر نعیم‌ الله ایوبي او مل تخنیکي ټیم بنګله ‌دېش ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د درملو د. . .

BACK TO NEWS