د بلخ ولایت لپاره د ۴۴۴ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۷
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Operation Mecy- OPM مؤسسې سره د (۴۴۴۱۴۳) څلور سوه څلور څلوېښت زره یو سل دري څلوېښت ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د نهو میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د بلخ سیمه ییز روغتون د پولي کلینیک له لارې د یاد  ولایت (۲۹۶۹) تنه اوسېدونکي په مستقیم ډول او (۱۷۸۱۴) تنه په غیر مستقیم ډول د مور او ماشوم (MCNH) خدماتو برخمن او (۲۴) تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د OPM مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د نهو میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS