د بلخ ابو علي سينا حوزوي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د دماغي تومور جراحي عمليات په برياليتوب سره ترسره شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۹
MOPH

د ياد روغتون د اعصابو جراحي څانګې مسؤلينو خبر ورکړ، چې د دماغ دننه (Intra-axial) تومور لومړني جراحي عمليات، چې د يوې ۱۲ کلنې نجلۍ د شديد سر درد، زړه بدوالي او د ليد کمښت لامل شوی و، په برياليتوب سره ترسره شول.

دغه پنځه ساعته جراحي عمليات د ابو علي سينا حوزوي روغتون د اعصابو جراحي ټيم له لوري د عصري جراحي وسايلو په کارولو سره ترسره شول، چې ناروغه تر يوې اوونۍ بستر کېدو او درملنې وروسته په بشپړه روغتيا سره رخصت شوه.

ياد بريالي عمليات د هېواد په شمالي حوزه کې د اعصابي جراحي خدمتونو د پراختيا په برخه کې يو مهم او ارزښتناک ګام بلل کېږي.

د ابو علي سينا حوزوي روغتون د اعصابو جراحي څانګه ژمنه ده، چې د علمي او تخنيکي ظرفيتونو د لا پياوړتيا له لارې به هېوادوالو ته معياري، خوندي او تخصصي روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS