د اکمال تخصص لوی ریاست د مرکزي ډیټابېس سیستم تطبیق او کارونه په مرکزي تخصصي روغتونونو کې په عملي ډول پیل شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۵:۳
MOPH

د اکمال تخصص لوی ریاست د ډیټابېس آمریت تخنیکي ټیم موظف ګرځول شوی؛ چې د تخصص پروګرام ټولو شاملو ډاکترانو ته د یاد مرکزي ډیټابېس سیستم د کارولو طریقه په عملي ډول وروښيي او هر ګډونوال ته جلا (User) حساب جوړ کړي، تر څو وکولای شي له سیستم څخه په سمه او معیاري توګه کار واخلي.

یاده پروسه د عاجل ابن‌ سینا تخصصي روغتون، وزیر محمد اکبرخان روغتون او د اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون کې په بشپړ ډول تطبیق شوې او دا مهال ډاکتران له یاد سیستم څخه په عملي توګه ګټه اخلي.

همدارنګه، د یاد سیستم اړوند عملي روزنه د تخنیکي ټیم له لوري د اتاترک د ماشومانو درملنې روغتون کې هم جریان لري او ټاکل شوې ده، چې دغه پروګرام به د مرکز او ولایتونو په ټولو تخصصي روغتونونو او همدارنګه متمم تخصصي مرکزونو (خصوصي، امنیتي او نظامي) کې هم پلی شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS