د اکمال تخصص لوی ریاست د اکاډمیکو چارو د همغږۍ ریاست د بهرنیو اسنادو د ارزونې کمېټې غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۳:۹
MOPH

دا غونډه د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي په مشرۍ د یاد ریاست په  دفتر کې د بهرنیو اسنادو د ارزونې کمېټې غړو او د اکاډمیکو چارو د همغږۍ ریاست مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه

د دې غونډې موخه د بهرنیو اسنادو د ارزونې د طریقې، د بهرنیو اسنادو د ارزونې لپاره د لارښوونو د بډاینې او د هغو ډاکټرانو د علمي کچې معلومول وو، چې په بهر کې زده کړې کړي دي، چې په اړه یې هر اړخیز بحث تر سره شو ؛ ترڅو د دوی اسناد په معیاري ډول وارزول شي او مجربو او وړ ډاکټرانو ته   د اصولو سره سم د معیاري او تخصصي روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د فعالیت اجازه ورکړل شي.

په دې غونډه کې همداراز پرېکړه وشوه، هغه ډاکټران چې د تخصص روزنیز اسناد لري، د وروستي ځل لپاره دې ترې په استثنایي ډول د علمي کچې معلومولو کلنۍ ازموینه واخیستل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS