د اړتیا وړ۷۹ قلمه درمل او لابراتوري موادو تدارک د تړون ورکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د هیمودیالیز او پښتورګو درملنې پروژې آمریت د اړتیا وړ۷۹ قلمه درمل او لابراتوري موادو تدارک چې ریفرینس شمېره MOPH/HNDP/NCB/1402/G04 ده تړون د (براداران اکبری لمتید) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (0101-5657) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (هوتل پروان دخیرخانې دوهمه حصه،کابل مرکز ، کابل افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه )6,386,199.36 شپږ میلیون و دری سوه شپږ اتیا زره و یو سل و نهه نوي اعشاریه شپږ دیرش ( افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلې بڼه د دلایل په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۵۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوې پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عدلي طب ریاست د مرکز او ولایاتو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ او تصویر اخیستنې وسایلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت لپاره د لایسنس سوفوس فایروال تهیه، تدارک . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (هیموډیالیز پروژې اړوند د مرکز او ولایتونو ۲۵ پایې ماشینونو تدارک او چمتو کولو پروژه   ) چې د  (MOPH/1405/NCB/G . . .

Back to tenders