د اماراتو د سرې میاشتې ټولنې له لوري د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته د درملو مرسته

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۸:۱۸
MOPH

د متحده عربي اماراتو هېواد سرې میاشتې ټولنې په هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د ټپي شویو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ننګرهار عامې روغتیا ریاست سره د ۹۳۸ کارتنه درملو مرسته وکړه

دا مرسته چې ۱۲۷ قلمه ده، د عربي اماراتو د سفارت استازو له لوري د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف ته وسپارل شوه

د دې مرستې موخه د هغه ټپیانو ستونزو ته رسېدنه ده، چې د ننګرهار سیمه ییز روغتون او یا نورو روغتیايي مرکزونو کې بستر دي او یا مراجعه کوي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، د یادې مرستې په موخه مننه وکړه او د اړینو طبي تجهیزاتو برخه کې یې د لا مرستې غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د دایکندي ولایت روغتیايي ځالو ته د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي وېشل کېږي

د دایکندي عامې روغتیا ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له لوري د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي د دغه ولایت روغتیايي ځالونو. . .

BACK TO NEWS