د الشفاء ملي او تخصصي روغتون د ترمیم چارو د چټکتیا او ستونزو د حل په اړه ګډه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د الشفاء ملي او تخصصي روغتون د ترمیم چارو چټکتیا او ستونزو حل په موخه د تدارکاتو، ساختماني، معالجوي طب ، مالي ریاست مسؤلینو، د ملي انکشاف شرکت او ښار جوړونې وزارت استازو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې چې د الشفاء ملي او تخصصي روغتون د ترمیم چارو د چټکتیا، شته ستونزو د حل او د خنډونو له منځه وړلو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې، د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال وویل، د الشفاء روغتون د ترمیم چارو ترسراوي پر وړاندې چې کوم خنډونه موجود دي، باید ژر تر ژر له منځه ویوړل شي او چارې دې په پوره چټکتیا، شفافیت او ښه کیفیت ترسره شي؛ ترڅو د خلکو باور تر لاسه او له خدماتو څخه ډاډمن شي.

په یاده ناسته کې اړوندو مسؤلینو د خپلو فعالیتونو او د ترمیم پروسې د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، د الشفاء ملي او تخصصي روغتون د ترمیم چارې به په لوړ کیفیت او لازم سرعت سره بشپړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۶:۹
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د دې وزارت د ودانيزو چارو رياست له مسؤلينو سره ناسته تر سره کړه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري عبدالولي صديقي، د روغتيايي پراختيا او پاليسۍ مرستيال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غياثي، د مقام مشاورينو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۶:۱
Background image

د ټولنې ډیجیټل ښکېلتیا او د ناسمو معلوماتو مدیریت اړوند د ټرینرانو روزنېز ورکشاپ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز له لوري د نړیوالو همکارانو په ملاتړ د روزونکو یا ټرینرانو لپاره د ټولنې د ډیجیټل ښکېلتیا او ناسمو معلوماتو مدیریت تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر، ښاغلي ژاوشېنک سره ولیدل

په دې لیدنه کې د الشفاء روغتون لپاره د تجهیزاتو برابرېدو، د سنتي طب برخه کې د ظرفیت لوړونې پروګرامونو عملي کولو او په کندهار کې د میرویس سیمه ییز روغتون پراختیا او بیا رغونې چارو د. . .

BACK TO NEWS