د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
MOPH

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې لیدنې پر مهال روغتیا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او پراختیا، د سرطان او زړه ناروغیو برخه کې د افغان متخصصینو روزلو او ظرفیت لوړلو، د تجربو شریکولو په موخه روسیې هېواد ته د افغان پلاوي د سفر زمینې برابرولو، د لنډ مهال لپاره روسیې څخه افغانستان ته په مناسب قیمت د باکیفته درملو وارېدولو او د درملو تولید برخه کې د روسیې هېواد د پانګوالو پانګه اچونې په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا ښاغلي وزیر د روسیې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ پر دوه اړخیزو روغتیایي همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل: افغانستان او روسیه ښې اړیکې لري او دا اړیکې د روغتیا په سیستم مستقیم مثبت اغېز کوي او موږ غواړو چې روغتیا برخه کې ستاسې له تجربو څخه ګټه واخلو.

بل لور د روسیې سفیر وویل: روسیه له افغانستان سره روغتیا برخه کې همکارۍ ته چمتو ده او زیاته یې کړه، چې د لابراتوارونو کیفیت لوړولو او افغان ډاکټرانو ظرفیت لوړونې موضوعات به له مرکز سره شریک او هم به روسیې ته د افغان پلاوي د سفر اړوند هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS