د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د برطانیې شارژدافیر ترمنځ لیدنه: د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، نړیوالو مرستو او شفافیت پر موضوعاتو بحث وشو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۲:۲۰
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د برطانیې له شارژدافیر رابرټ ډیکسون سره د روغتیا سکټور اوسنیو خدماتو پر څرنګوالي، د نړیوالو مرستو پر اړتیا او مدیریت، د نویو روغتیايي مرکزونو جوړېدو، سرطان او روږدو ناروغانو درملنې لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو اړوند لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د برطانیې د FCDO د روغتیا مشاور، ښاغلي کویکو اکوم هم شتون درلود، د افغانستان روغتیا سکټور کې د شته خدماتو پر څرنګوالي، شویو پرمختګونو، ننګونو، د نړیوالو مرستو پر اړتیا او غوره مدیریت، لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو، د سرطان او روږدو ناروغانو د درملنې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو او د روغتیا سکټور سره د نړیوالو مرستو د جلب اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د نویو روغتیايي مرکزونو جوړول اړین وبلل او ویې وویل: هڅه کوو چې روغتیایي سیسټم په تدریجي توګه د ځان بسیاینې لور ته یوسو، چې په همدې موخه مو د ا.ا.ا له داخلي بودجې څخه په هرې ولسوالۍ کې د ولسوالۍ د کچې عمومي روغتونونو د جوړېدو چارې پیل کړي دي.

ښاغلي وزیر، همداراز د نړیوالو مرستو په سالم مدیریت او د عامې روغتیا وزارت لمړیتوبونو ته په کتو د مرستو ځانګړې کولو یادونه وکړه، روغتیا برخه کې یې د نړیوالو روغتیايي ادارو همکاري اړینه وګڼله او د یاد هېواد له شارژدافیر څخه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو.

 بل لور د برطانیې شارژدافیر او راغلي استازي د افغانستان روغتیا سکټور د ځان بسیاینې او شفافیت برخو کې  په روانو هڅو باندې خوښي څرګنده او په دې برخه کې یې د بشپړۍ همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۸
Background image

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو د تغذیې او ودې د ښه والي لپاره له AKF سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري بدخشان او بغلان ولایتونو کې د کوچنيانو د لنډو قدونو کمولو اړوند ابتکار برنامې، د کوچنيانو تغذيوي وضعيت ښه والي او د ولادت پر مهال د کم وزنه زېږونونو د شيوع. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۵۷
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتمه فقره

 که د درملو او روغتيايي محصولاتو توریدی شرکت په انحصاري ډول درمل او روغتيايي محصولات خپلو اړوندو او عمده درملتونونو ته ووېشي او يا څو مشخصو افرادو او مراجعو ته يې داسې توزيع کړي وي چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۲۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او یونیسف د ولایتي روغتیايي ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د يونيسف ادارې له استازي Dr.Ali Dowelbait سره په ولایتونو کې د روغتيايي ستونزو. . .

BACK TO NEWS