د افغانستان او ایران ترمنځ د خوړو، درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم برخه کې عملي تطبیقي پلان لاسلیک شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي ایران هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د خوړو درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیمي چارو د لا ښه والي، د درملیزو محصولاتو د تولید او توریدي بهیر د سمون په موخه د مخکیني لاسلیک شوي هوکړه‌ لیک پر بنسټ یو عملي تطبیقي پلان ترتیب او لاسلیک کړ.

یاد هوکړه‌ لیک د ۱۴۰۲ هـ ش کال د ثور په میاشت کې د ا.ا.ا د وخت د خوړو او درملو ملي ادارې او د ایران هېواد د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معينيت او خوړو او درملو ملي ادارې ترمنځ لاسلیک شوی و، چې د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته د اجراء وړ ګرځېدلی دی.

د همدې هوکړه‌ لیک په رڼا کې ترتیب شوی پلان د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو ښاغلي مرستیال او د ایران اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت د مرستیال او د خوړو او درملو ملي ادارې رئیس، ډاکټر مهدي پیر صالحي ترمنځ په تهران ښار کې لاسلیک شو.

په دې عملي تطبیقي پلان کې د ایراني کمپنیو او اړوندو اقلامو د ثبت او ارزونې پروسې د معیاري چټکتیا، د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د توریدي چارو لا ښه تنظیم، د درملو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق پر وړاندې ګډه مبارزه، د ایراني کمپنیو له لوري په افغانستان کې پانګونه، بېلابېلو برخو کې د ظرفیت لوړونه، د تنظیمي چارو ډیجیټلایز کول او د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د کیفیت کنټرول او د لابراتوارونو ترمنځ تخنیکي همکارۍ شاملې دي.

د يادونې وړ ده، چې د دې عملي تطبیقي پلان په لاسلیک سره به اړوند فعالیتونه د ټاکلي مهال‌ وېش له مخې عملي او هېوادوالو ته به د باکیفیته، خوندي او مؤثرو درملو د وړاندې کولو زمینه لا پراخه شي او هېواد ته به د قاچاقي او بې‌ کیفیته درملو د واردېدو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS