د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد نن په قطر هيواد ، دوحه کې د روغتیايي برخې د مرسته کوونکو سازمانونو په ناسته کې ګډون وکړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۲:۳۵
Moph

 ښاغلي وزير د خپلې وينا پر مهال د روغتیایي سیستم په ریفورم، مشترک نظارت، د روغتیا د برخې په خودکفايئ ،د کليو او ولسواليو په کچه د روغتيايي خدماتو معياري کولو او هر اړخيزو روغتيايي خدماتو وړاندې کولو څخه يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ چې په دې ټولو مواردو بايد کار وشي.

نوموړي د روغتيا په برخه کې له نړيوالو همکارانو څخه وغوښتل چې د زياتو اداري مصارفو کمولو او د مرستو په سم او درست ډول رسولو باندې بايد لا کار وشي.

ښاغلي وزير وويل ، که د زياتو اداري مصارفو مخنيوی وشي د روغتيايي خدماتو په برخه کې په لګښتونو به خورا مثبت اثر ولري.

نوموړي همدا راز ټینګار وکړ ، د افغانستان د کنګل شوې سرمايې او ملکيتونو ازادول به د مور او ماشوم  روغتيا ته د رسیده ګۍ لپاره خورا مؤثر ثابت شي ، د افغانستان د روغتيايي سیستم د خپلواکه کیدو ، د روغتیایي خدمتونو د پراختيا او معیاري کیدو لپاره يو ستر او مثبت ګام وي چې بايد نړیوال يې پورته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۱
Background image

پکتیکا ولایت کې (۴۴۵) کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت په زېړوک او نکه ولسوالیو کې له خصوصي روغتيايي سکتور او د خوراکي توکو يو شمېر پلورنځيو څخه ګډ نظارت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د وينې ملي بانک امر، ډاکټر نيازګل نيازمند:

تېر کال کې په مرکزي وینې بانک کې ١٣٥٦١ پاینټه وینه د تلسیمیا ناروغانو ته اهدا شوې ده، چې په اوسط ډول هره ورځ نږدې ۵۰ ناروغانو ته وینه برابریږي.

BACK TO NEWS