د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د یوناما له استازو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۱۵:۵۸
MOPH

په دې لیدنه کې په افغانستان کې په نشه یې توکو د روږدو ناروغانو د درملنې، له تېرو څه باندې دوو کلونو را په دېخوا د روږدو د درملنې په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو او د روږدو د درملنې لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر وویل، د عامې روغتیا وزارت له لوري په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د روږدو د درملنې په برخه کې د پام وړ خدمت ترسره شوي او په زرګونو روږدي ناروغان مو د بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي، چې اوس هم یاده لړۍ دوام لري.

ښاغلي وزیر، همداراز د یوناما له استازو وغوښتل، چې د روږدو ناروغانو د درملنې لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرېدو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

له بل لوري د یاد سازمان استازو په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د دایکندي ولایت روغتیايي ځالو ته د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي وېشل کېږي

د دایکندي عامې روغتیا ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له لوري د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي د دغه ولایت روغتیايي ځالونو. . .

BACK TO NEWS