د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د IRC, ACF, Save the children, IMC او HNTPO مؤسسو له استازو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۹:۳۲
MOPH

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د یادو مؤسسو له لوري په ترسره شویو فعالیتونو، د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، غوره همغږۍ او ورته نورو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په تېر شوي ۱۴۰۲ هـ ش کال کې د روغتیا په برخه د یادو مؤسسو له لوري ترسره شوي فعالیتونه واورېدل او له اړوند مسؤلینو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې خپل فعالیتونه او خدمات لا پیاوړي کړي؛ تر څو په معیاري ډول هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

له بل لوري د مؤسسو استازو د روغتیا په برخه کې پر خپلو دوامداره همکاریو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د لا

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS