د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ څلورویشتمه ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د وزارت د مرستيالانو او مرکزي رئیسانو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ولسوالیو په کچه د نویو جوړېدونکو عمومي روغتونونو، د یادو روغتونونو لپاره د اړتیا وړ طبي وسایلو او تجهیزاتو برابرولو او په دې روغتونونو کې د غوره روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د متخصصينو روزنې، د درملو او طبي توکو پر وخت تأمین، د روغتیايي مرکزونو د اړتیاوو تنظیم، د اړتیا وړ درملو او طبي توکو مناسب وېش او برابرولو او د غیر دولتي مؤسسو د فعالیت فیس اخیستلو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا ښاغلي وزیر، اړوندو مسؤلینو ته د چارو ښه ترسراوي په اړه لازمې سپارښتنې ترسره او د شته ستونزو پر حل، د سپارل شویو مسؤلیتونو پر ترسره کولو او موجودو نیمګړتیاوو ته پر جدي پاملرنه ټینګار وکړ.
نوموړي لارښوونه وکړه، چې د وزارت ټول فعالیتونه باید له ستراتیژۍ سره سم عیار او ټولې چارې د ټاکل شویو موخو له مخې، په نظم، روڼتيا او مسؤلیتپذیرۍ سره ترسره شي.
همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت ښاغلو معینانو او مرکزي رئیسانو د مطرح شویو موضوعاتو او فعالیتونو بهیر ښه والي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک او ډاډ یې ورکړ، چې د خپلو سپارل شویو مسؤلیتونو په برخه کې به لازم اقدامات ترسره کړي.
ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې مسؤلینو د ۱۴۰۴ لمریز کال د نظارتي فعالیتونو د راپور په اړه، چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو حوزوي او ولایتي روغتونونه او همدارنګه، تخصصي او ثالثي روغتونونه تر پوښښ لاندې نیسي، پریزنټېشن وړاندې کړ او د دغه راپور مهمې پایلې او اساسي ټکي یې د وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل.
