د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړيوال فدراسیون له رئیس ډاکټر حسام فيصل او مل پلاوي سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۱۴
MOPH

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړيوال فدراسیون له رئیس ډاکټر حسام فيصل او مل پلاوي سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د اغېزمنې همغږۍ، د ګډو اړيکو او همکاريو رامنځته کېدو، د افغانستان روغتيايي سکتور د تمويل او واکسين خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتيا وزير وويل: موږ تل خپل همکاران هڅولي، چې د عامې روغتیا وزارت له پاليسۍ سره سم خدمات وړاندې او ورسره ښه همغږي او همکاري ولرو؛ څو روغتیايي خدمات پراخ او د خلکو ستونزې حل شي.

بل لور، د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړيوال فدراسیون رئیس د خپلو فعاليتونو او خدمتونو په اړه معلومات وړاندې او ويې وویل: موږ غواړو له عامې روغتیا وزارت سره ښې اړيکې، همغږي او همکاري ولرو او په دې برخه کې د وزارت پاليسۍ ته ژمن یو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS