د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د پروان له والي او د عامې روغتیا رئیس سره لیدنه ترسره او د وړاندې کېدونکو روغتیایي خدمتونو له بهیر څخه یې څارنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۹:۷
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي پروان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي ښاغلي محمد ادریس انوري او د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نیازمحمد مخلص سره لیدنه ترسره او په یو شمېر مهمو روغتیایي موضوعاتو یې خبرې وکړې.

دغه راز، د عامې روغتیا ښاغلي وزیر او مل پلاوي، چې د پروان والي یې هم ملتیا کوله، د جنګل‌ باغ د ۲۰۰ بستریز روغتون او د چاریکار ښار ۱۰۰ بستریز تخصصي روغتون د پاتې رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي وزیر د یادو روغتونونو له ټولو روغتیایي څانګو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست او د شته ستونزو د حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د یادې لیدنې په دوام د پروان ولایت روغتیایي مسؤلینو په تفصیلي ډول د وړاندې کېدونکو روغتیایي خدمتونو وضعیت تشریح کړ او د روغتیایي خدمتونو د لا ښه والي او شته ستونزو د حل په موخه یې له ښاغلي وزیر سره خپل وړاندیزونه شریک کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS