د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د جاپان هېواد له نوي سفیر، ښاغلي کنیچي ماساموتو سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۱
MOPH

په دې لیدنه کې نوي سفیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د مرستې په ځانګړي ډول د جیکا ادارې له لوري د کابل افغان جاپان او انتاني تخصصي روغتونونو کې د راډیولوژي مراکزو جوړولو ، روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د روږدو ناروغانو د درملنې، د ساري او غیر ساري ناروغیو د کنټرول او د دواړو هېوادونو ترمنځ په روغتیايي برخه کې د دوامداره همکاریو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او په یو شمېر مهمو برخو کې یې د دوی همکاري اړینه وبلله، ښاغلي وزیر د غیر ساري ناروغیو په مخنیوي، تشخیص، درملنه او ځینې نورو اړینو تخصصي برخو کې د ظرفیت لوړونې او اړینو همکاریو اړوند غوښتنې وکړې او په وینا یې هڅه یې دا ده، چې د ساري ناروغیو تر څنګ د غیر ساري ناروغیو مخنیوی هم په سمه توګه وکړي.

له بل لوري، د جاپان هېواد نوي سفیر روغتیا سکتور کې خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې د ساري او غیر ساري ناروغیو د کنټرول برخه کې د بشپړې همکارۍ او مرستې ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، موږ ژمن یو چې د عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته دوام ورکړو

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS