د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د درملو پراختیایي ادارې (PharmEXCIL) له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۲
moph

په دې ناسته کې د درملو، طبي محصولاتو او روغتیایي تجهیزاتو په برخه کې د همکاریو او دوه اخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې او دواړو لوریو د درمل جوړونې د ظرفیت پیاوړتیا، ارزانه او باکیفیته درملو ته د لاسرسي پر اهمیت ټینګار وکړ.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان روغیتایي سکتور سره PharmEXCIL ادارې همکاري اړینه وبلله او د اغېزمې همکارۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ، نوموړي وویل، عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د هېواد روغتیايي سیستم پیاوړی او خلکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

دغه راز، ښاغلي وزیر زیاته کړه، له افغانستان سره د PharmEXCIL ادارې همکاري د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا، د درملو خوندیتوب، د کیفیت تضمین او د دوامدارو روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره مهم او ستراتېژیک ارزښت لري.

بل لور د هند هېواد د درملو پراختیایي ادارې مسؤلینو وویل، د PharmEXCIL د فعالیت ساحه پراخه ده، چې پکې بشپړ درملیز ترکیبات، فعاله درملیز مواد (APIs)، واکسینونه، بیولوژیکي محصولات، طبي وسایل، تشخیصيه تجهیزات، بوټیز او دودیز درمل، قراردادي تولید او د څېړنې او پراختیا (R&D) خدمتونه شامل دي.

ورته مهال په یاده ناسته کې د PharmEXCIL ادارې د فعالیتونو، مسؤلیتونو او د همکارۍ د پراخو فرصتونو په اړه هر اخیز معلومات وړاندې شول؛ یاده اداره د هند هېواد د سوداګرۍ او صنعت وزارت تر چتر لاندې یو رسمي او دولتي بنسټ دی، چې د هندي درملو، طبي محصولاتو او روغتیایي تجهیزاتو د نړیوالو صادراتو د تنظیم، پراختیا او همغږۍ مسؤولیت پر غاړه لري.

د یادونې وړ ده، چې په یاده ناسته کې د PharmEXCIL ادارې له لوري افغانستان سره د موسمي ناروغیو درملنې په موخه د شاوخوا سل زره پیچکاریو مرسته هم وشوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۳۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د افغان حاجيانو درملنې په موخه ۴۲ قلمه بېلا بېل اړين درمل د حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شول

دغه درمل د حاجيانو د روغتيا ساتنې، د عامه ناروغيو درملنې او بېړنيو روغتيايي حالاتو ته پر وخت رسېدنې په موخه ياد وزارت ته وسپارل شو، چې د حج فريضې اداء کولو پر مهال به د ټاکل شويو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جنوب غرب زون د عامې روغتیا له ولایتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې ښاغلي وزیر د غوره او معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت نوې پالیسۍ په اغېزمن ډول تطبیق، له داخلي. . .

BACK TO NEWS