د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له ریاست څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۹
MOPH

په دغه لیدنه کې له ښاغلي وزیر سره د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په بېلابېلو روغتیایي برخو کې د ترسره شویو خدماتو، د مراجعینو لپاره د یو لوی جوړ شوي پارک، د ریاست په داخل کې د رغنیزو چارو او یو لوی مسجد د جوړېدو په اړه معلومات شریک کړل.

د عامې روغتیا ښاغلي وزیر په یادو ترسره شویو رغنیزو چارو خوښي وښوده او د عامې روغتیا رئیس ته یې لارښوونه وکړه، چې ناروغانو او مراجعینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS