د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له هند هېواد څخه تر راستنېدو وروسته له رسنیو سره په یوه خبري کنفرانس کې د خپل رسمي سفر د موخو او لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک کړل

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۵:۴
moph

په دغه خبري کنفرانس کې ښاغلي وزیر هند ته خپل رسمي سفر روغتیا برخه کې د اړیکو د پیاوړتیا نوی فصل وباله او ویې ویل، چې د دې سفر اساسي موخې د افغانستان او هند ترمنځ د دوه‌ اړخیزو روغتیایي همکاریو پیاوړتیا، د درملو په برخه کې د احتمالي تشو مخنیوی، د دودیزې درملنې معیاري کول، افغانستان ته د باکیفیته او ارزانه درملو واردول، د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونه او ورته د روزنیزو پروګرامونو برابرول، په هند کې افغان ناروغانو ته د درملنې لپاره د مناسبو اسانتیاوو رامنځته کول او همدارنګه د دودیزې درملنې په برخه کې د مسلکي اشخاصو روزنه وه.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې د دغه سفر په ترڅ کې د هند حکومت او اړوندو ادارو له لوري یو شمېر ځانګړې مرستې او ژمنې وشوې، چې په کې د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېل واکسینونه، د درې میلیونه ډالرو په ارزښت د سرطان ناروغۍ لپاره د راډیوتراپۍ ماشین، د یو میلیون ډالرو په ارزښت پنځه ټنه د سرطاني ناروغیو درمل، د ۱.۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د سي‌ټي‌سکن ماشین، د یو میلیون ډالرو په ارزښت د تلسیمیا یو مرکز جوړول او د یو روغتون جوړول شامل دي.

سربېره پر دې، د روغتیایي متخصصینو او کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه، د یو افغان پانګه‌وال له لوري د اویا زره امپولو مرسته، په کابل کې د دودیزې درملنې اړوند د یوه څېړنیز مرکز او انسټیټیوټ جوړول، افغانستان ته د باکیفیته درملو لېږد او د بازار اړتیاوو پوره کول، د روغتیا په برخه کې افغانستان کې پانګونه او یو شمېر نورې مهمې مرستې هم د دې سفر له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS