د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د اتم دور نړیوال روغتیایي نندارتون عمومي مجلس کې ګډون وکړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۳:۵۴
MOPH

په دې نندارتون کې چې د بېلابېلو هېوادونو استازو، د نړیوالو روغتیایي بنسټونو او روغتیایي ټکنالوژۍ متخصصینو ګډون کړی و، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر له بېلا بېلو طبي وسایلو، د مصنوعي ځیرکتیا، ټکنالوژۍ او د روغتیایي خدماتو اړوند تجهیزاتو څخه لیدنه وکړه.

دغه راز، ښاغلي وزیر د نوې ټکنالوژۍ کارونه د روغتیایي خدمتونو د اغېزمنتیا لوړولو لپاره مهم وبلل او په وینا یې د عامې روغتیا وزارت به د نوې ټکنالوژۍ د تطبیق او د روغتیايي سکتور د ځینې برخو الکترونیکي کېدو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

ورته مهال، د نندارتون د عمومي مجلس په ترڅ کې د روغتیایي خدمتونو ښه‌ والي، د نوې ټکنالوژۍ د پلي کولو او د عامې روغتیا د پالیسۍ د نوښتونو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS