د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د یاد وزارت له لوري د "یو روغتیایي کارکوونکی، یو نیالګی" تر شعار لاندې د نیالګیو کښېنولو پیل شوي کمپاین کې ګډون وکړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۱:۵۶
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، د سرطان ناروغۍ نوي جوړېدونکي روغتون انګړ کې د څو نیالګیو په کښېنولو سره وویل: پاک او له ناروغیو خوندي چاپېریال لرلو لپاره باید نیالګي کښېنول شي، ترڅو موږ ټول له ناروغیو خوندي او سالم پاتې شو.

همدارنګه، د عامې روغتیا ښاغلي وزیر له ټولو روغتیاپالانو څخه وغوښتل، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د نیالګیو کښېنولو پیل شوي کمپاین کې برخه واخلي او د یو نیالګي په کېنولو سره خپل مسؤلیت ادا کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS